زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-05-21  |  2024-11-23  |  تازه شوی په: 2024/11/23 - 02:42:1 FA | AR | PS | EN
رينا اميري د دوو افغان مېرمنو له لوري د نړيوالو جايزو د ترلاسه کولو هرکلی کړی             پر «پالمیرا ښار» د اسراییلو د هوايي برید په پایله کې ۶۱ ووژل شول             په پکتیکا کې له بې وزلو کورنیو سره مرستې شوې             د ایران لپاره له چین سره تر ټولو لنډه لار له افغانستان څخه تیریږي             بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟             افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري             روسیې د احتمالي حملې لپاره د سویډن او فنلنډ تیاري             د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي             په برلین کې افغان سفیر او په بڼ کې جنرال کونسل له دندو لاس واخیست             ۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی             سعودي عربستان کی د بهرنیو اتباعو د اعدامونه ریکارډ             د ریلي همکاریو د پراختیا لپاره طالب پلاوی ایران ته لاړ             پاکستان ته بې کیفیته وریجې مصادره شوې             د افغانستان په شاوخوا کې امنیتي کمربند ته اړتیا نه شته             ایران افغانستان ته ۱۳ سوه میلون ډالرو غیرنفتي صادرات کړي دي            

تاريخ النشر: 2023/09/19 - 04:32:0
زيارة: 208
مشاركة مع الـأصدقاء

د کابل- جلال اباد لویه لار د ډبرو د ښوییدو له کبله بنده ده
د کابل- جلال اباد لویه لار د ډبرو د ښوییدو له کبله بنده ده

انصار (سې شنبه، د سنبلې 28مه) ، د کابل - جلال اباد لویه لار د کابل ولایت په ماهیپر کې له غره څخه د تیږو د ښوییدو له کبله لا هم بنده ده.

دا لار، دوې ورځې وړاندې (یکشنبې) هغه مهال بنده شوه چې له غره څخه یوه لویه پرښه راوښوییده، وروسته نورې ډبرې سړک ته راوغورځېدې. له غره څخه د ډبرو راولوېدو پرون (دوشنبې) دوام وکړ.

د ډبرو د راولوېدو دوام د دې سبب شو چې د ټولګټو او دفاع وزارتونه موټرچلوونکو ته سپارښتنه وکړي چې د (لته بند) له لارې کار واخلي.

د ټولګټو وزارت په یوه خبرپاڼه کې پرون وویل: « د بدیل سړک د جوړولو کار د ټولګټو وزارت له لوري د ملي دفاع وزارت د ماشینري په مرسته روان دی او کار یې د بشپړېدو په حال کې دی.»

د کابل - جلال اباد ترمنځ دوهمه لاره چې د ننګرهار له سرخ رود او حصارک ولسوالیو تېرېږي، په جمهوریت کې پیل او تر ډېره جوړه شوه خو د ناامنیو له امله نیمګړې پاتې شوه.

د کابل- جلال اباد لویه لار وروسته له دې بنده شوه چې له لسو ورځو وروسته پاکستان د تورخم لاره پرانیسته. له همدې کبله د دې لارې بندېدا د افغان سوداګرو او صادراتو لپاره یو بل ګوزار ګڼل کېږي.

 دا په داسې حال کې ده چې د هیواد د شمال او جنوب اصلي لار، سالنک هم په تونل کې د بیارغونې له کبله بنده ده.

د کابل- جلال اباد د لویې لارې د بندېدو له کبله زرګونه کسان، چې هره ورځ په دې لاره تګ راتګ کوي له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي. ځینې کسان په جلال اباد او ځینې په کابل کې بند پاتې دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت له خلکو غوښتي، تر هغو چې لار پرانیستل کېږي، د کاپیسا د تګاب او لته بند لار وکاوري.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27083






*
*

*



قرأ

رينا اميري د دوو افغان مېرمنو له لوري د نړيوالو جايزو د ترلاسه کولو هرکلی کړی


بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟


افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري


د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي


۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی


په ننګرهار کې پر تصویر بندیز ولګول شو


د مخابراتي شبکو د انټرنیټ او غږیزو کڅوړو بیې ټیټیژي


د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ


د طالبانو حکومت د چین په کنفرانس کې د کرنې ودې لپاره د نړۍوال ملاتړ غوښتنه وکړه


طالبان د ژوندي سارو د عکس د مخنیوي په لړ کې تلویزیونونه بندوي


د اندونيزيا په پوهنتونو کې د افغان محصلانو د زده‌کړو لپاره موافقه لاسليک شوه


خوست کې اته تنه په عام محضر کې په دُرو ووهل شول


متقاعدین: د بې‌وزلۍ له امله ژمي ته اندېښمن يو


طالبانو په کابل، خوست او لغمان کې لس کسان په دُرو وهلي


د تصویر پر خپرولو د بندیز له کبله ۲ تلویزیونونو خپرونې ودرولې


قطر افغانستان کې د جګړو اوطبعي پېښو له زیانمنو سره د مرستو پروژه پیلوي


په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو اټکل شوی


د دوو افغانانو په ګډون ایران کې ۱۴ تنه اعدام شول


افغانستان کې رسنۍ او خبریالان له محدودیتونو ځورېږي


طالبان وایی په افغانستان کې جنسیتي تبعیض نشته


۶۰۰ غیرقانوني افغان کډوال د ترکیی د اخراج مرکزونو ته لېږدول شوي دي


پاکستان کې د پولیو ۱۸مه پېښه ثبت شوه


پاکستان کې پر واکسیناتورې د ډله ییزتېري یو کس ونیول شو


افغان کډوال به په عزت خپل هیواد ته ستانه کړو


لغمان کې د شاهي کانال پروژې چارې نن پيلېږي





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان